د پروژې جوړونې په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې هڅې

MEW-Media
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۹:۱۱
222

په افغانستان کې د زېربنايي روڼتیا نوښت (COST)د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو جوړونې په برخه کې د بسټیزو اصلاحاتو په موخه یو راپور خپور کړی.

دا بنسټ داسې اداره ده چې په زېربنايي پروژو کې د روڼتیا او حساب ورکولو ډېروالي په موخه په ۱۷ هېوادونو کې فعالیت کوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د پروژو جوړونې غوره‌والي او سمون هڅې د دې ادارې عمومي رئیس محترم انجنیر خان محمد تکل د هدایاتو پر بنسټ او د افغانستان زېربنايي روڼتیا نوښت (COST)د دویم راپور سپارښتنو د ډاډاینې لپاره چې د زېربنايي پروژو د پلي کېدو په موخه د تېر کال لېندۍ میاشتې په ۵ مه نېټه د افغانستان حکومت رسنیو مرکز کې خپور شوی و، پیل شوې وې.

په یاد راپور کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو د اطلاع رسونې په برخه کې لومړی مقام خپل کړی و او هغه موارد او سپارښتنې چې په دې راپور کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ته اشاره شوې وه، په پروژو کې د وخت او لګښت ډېروالی ښوول شوی و، ځکه په لومړیو کې د ځینو پروژو سروې او ډیزاین کې یو لړ ستونزې موجودې وې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د افغانستان زېربنايي روڼتیا نوښت (COST)د سپارښتنو پلي کېدو په خاطر، د پروژو جوړونې برخه کې د دې ادارې د انجنیري خدماتو عمومي ریاست د مشرتابه تر څار لاندې د مسلکي انجنیرانو او متخصصینو ۲۵ کسیزه واحد وټاکه، څو په ټول هېواد کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د ټولو پروژو سروې او ډیزاین ارزونه وکړي او له تنخیکي اړخه یې په سم ډول ترتیب کړي.

له نېکه مرغه، دا واحد په دې وتوانېده چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په پروژې جوړونې برخه کې بنسټیز او د پام وړ سمون رامنځ‌ته کړی او اوس‌مهال د افغانستان زېربنايي روڼتیا نوښت (COST) په راپور کې یاده هڅه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ارزښتمنده لاسته راوړنه بلل شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو د تخنیکي سروې او ډیزان کړنلارې هم تر کار لاندې دي چې ډېر ژر به چمتو شي او د دې کړنلارو په برابرولو او پلي کېدو سره د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په دې لټه کې ده چې د پروژو سروې او ډیزاین کیفیت له نړیوالو سټندرډونو سره برابر کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu