د پروګرامونو د مدیریت مرکزي دفتر C_PMO د غیرې اختیاري بودیجې مصرف د اهمیت په اړه پرزنټېشن د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړ.
د پروګرامونو د مدیریت مرکزي دفتر C_PMO د غیرې اختیاري بودیجې مصرف د اهمیت په اړه پرزنټېشن د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړ.
د پروګرامونو د مدیریت مرکزي دفتر C_PMO لخوا د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې چې مشري یې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل کوله د غیرې اختیاري بودیجې مصرف د اهمیت په اړه پرزنټېشن د دغئ ادارې یو شمېر مرکزي رئيسانو او مشاورینو ته وړاندې کړ.
د پروګرامونو د مدیریت مرکزي دفتر رئيس انجنیر سید مقیم سادات لخوا د یو پرزنټېشن له لارې د یاد ریاست د غیر اختیاري بودیجې مصرف پر اهمیت، د لاسته راوړنو، فعالیتونو او راتلوونکو پلانونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دغه راپور د بررسي پر وخت د پروګرامونو د مدیریت مرکزي دفتر فعالیتونه وستائيل او مسؤلینو ته یې هدایت ورکړ تر څو د غیرې اختیاري بودیجې په مصرف کې دقیق واوسي او یاده بودیجه په خپل وخت مصرف او غوره استفاده ترې وکړي.
ښاغلي تکل د خپلو خبرو په دوام وویل" د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ د بهرنیو ډونرانو او مرسته کوونکو څخه مننه کوي چې په هېواد کې د اوبو مدیریت په برخه کې پانګونه کوي؛ هغه زیاته کړه، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ هڅه کوي د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره ډونران را جلب کړي تر څو د هېواد اوبه مدیریت شي او وکولی شو هېوادوال مو د اوبو او ډوډۍ څښتن شي".
په اخر کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اسیا پراختیایي بانک له رهبرۍ څخه ځانګړې مننه وکړه چې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې یې دغې ادارې سره بې سارې مرستې کړي/کوي او په راتلوونکي کې یې د لا زیاتو مرستو هیله وکړه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
