د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د آغاخان دفتر له مسؤلینو سره په کندز ولایت کې د یوه کانال او استنادي دېوال د جوړولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۷:۲
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د آغاخان دفتر د کندز څانګې له مسؤلینو سره وکتل او د نوموړي دفتر له لوري په کندز کې د یوه کانال، استنادي دېوال او پل ګوټي د جوړولو په هکله خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د نوموړي دفتر مسؤلینو وویل په پام کې لري چې د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالي په شورارق سیمه او د امام صاحب ولسوالي د جرسکن فیض آباد سیمه کې یو کانال، استنادي دېوال او پل ګوټی چې تېر کال یې لومړنۍ سروې ترسره کړه، جوړ کړي.

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د نوموړي دفتر له مسؤلینو سره د نوموړو پروژو د پلي کولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu