د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئيس د سيلاب ځپلو ستونزې واوريدې.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۱۶:۵
1

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمد کريم فاتح او د دغه رياست سلاکار انجنير نجيب الله توتاخيل د ابراهيم خيلو قومي مشرانو سره، د وروستيو سيلابونو له امله د پيښو شويو ستونزو او دوی ته د اوښوتو زيانونو د اوريدو او حل په موخه ناسته ترسره کره.

قومي مشرانو د سيلاب له اغيزو او د هغه د بهيدونکي تغيیر شوي مسير په اړه رامنځته شوې ستونزې بيان کړې او د یادو ستونزو د هوارولو لپاره د بیړني حل غوښتنه وکړه.

ښاغلي فاتح د دوی ستونزې پر ځای وبللې او زياته يې کړه، چې ددغې موضوع د لا ښې روښانتيا او څيړنې په موخه تېره ورځ زموږ تخنيکي پلاوي له نوموړې ساحې څخه لېدنه کړې او ستاسو ستونزو ته پاملرنه شوې ده.

نوموړي همداراز د ډاډ په موخه وويل، چې يادې موضوع پورې به له اړوند ارګانونو سره په ګډه د حل لارې چارې ولټول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu