د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئیس د ګلوریا مشورتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۴:۴۲
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح د ګلوریا مشورتي شرکت له مرستیال محترم ثاقب الله علیزي سره وکتل او په پکتیا ولایت کې د کاریزونو د سروې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي علیزي وویل چې د یونسکو په ملاتړ او د دغې حوزې په همغږي او همکاري سره غواړي په پکتیا ولایت کې د کاریزونو سروې ترسره کړي او له ډیزاین څخه وروسته د منظوري په موخه یې د یونسکو دفتر ته وړاندې کړي.

ښاغلي فاتح د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د همکاري ډاډ ورکړ او په پکتیا ولایت کې د کاریزونو پر شتون، مخینې، د ټولنې پر اړتیا، ارزښت او ساتنې په هکله خبرې، اترې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې  د کاریزونو ساتنې ته د همکارو سازمانونو په پام اړولو کې ورسره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu