د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست اداري ناسته ترسره کړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۰ - ۱۴:۲۷
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اړوندو څانګو مسؤلینو له لوري د کړنو د پلټنې، همغږي کولو او چارو ته پر وخت رسیدنې په موخه اداري ناسته ترسره کړه.

ناسته د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل شوه؛ د یاد ریاست رئیس مولوي محمد کریم فاتح د ناستې د لومړي ویناوال په توګه ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د بېلابېلو څانګو کړنې یې وارزولې او د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره لازم هدایات ورکړل.

د ریاست د بېلابېلو څانګو مسؤلینو په پرلپسې ډول د خپلو څانګو د تېرو کړنو کاري راپورونه وړاندې کړل او هوډ یې څرګنډ کړ، چې ورسپارل شوې چارې به په پوره ريښتینوالۍ او روڼتیا سره پرمخ وړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu