د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د ۶۲ کانالونو او کاریزونو د پاک کاري چارو پیل
د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د ۶۲ کانالونو او کاریزونو د پاک کاري چارې پیل شوې.
د دې کانالونو او کاریزونو د پاک کاري چارې د خوراک په مقابل کې د کار برنامې لخوا د ټاکل شوي کميټې تر څار لاندې پرمخ وړل کېږي.
د یادولو وړ ده چې هر نفر ته د ورځې ۱۰ کیلو غنم د کار په مقابل کې ورکول کېږي او د ۱۰ نورو کاریزونو چارې ژرتر ژره شروع کېږي.
