د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې د تعرفي د طرحې د څېړنې او نهايي کولو لپاره د ټاکل شوې کمیټې ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۶:۵۵
1

په یاده ناسته کې، د یادې کمیټې غړو د ځمکې لاندې اوبو څخه د ګټي اخیستنې د تعرفې د طرحې منځپانګه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیوله او د یادې طرحې په نهايي کولو باندې يې بحث او د نظر بتادله کړه.

د ناستې غړو د ځمکې لاندې اوبو څخه د ګټې اخیستنې د تعرفې د طرحې تر څېړلو وروسته، خپل اندونه په ناسته کې مطرح کړل او د هغې د موادو او میکانیزمونو د پلي کولو په هکله خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې یاده طرحه د اوبو او انرژي وزارت له خوا د اوبو قانون د تنظیم په ړنا کې د ځمکې لاندې اوبو  د غوره مدیریت په موخه په لاره اچول شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۳
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د افغاني سرې مياشتې ټولنې په اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله د افغاني سرې مياشتې ټولنې اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

ارزګان ولایت کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د څه باندې ۱۳‌ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۷/ ثور/ ۱۴۰۵ هـ ل

۱۰/ ذوالقعده/ ۱۴۴۷  

د ارزګان ولایت په مرکز، ترینکوټ او دهراود ولسوالي کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د ۱۳ میلیونه او ۷۱ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

د نوموړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۰
Background image

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پشد کانال له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالي د پشد کانال د اوبو له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل او. . .

بیرته تګ

User account menu