د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس او د کابل فرعي سیندیزې حوزې رئيس د کابل ولایت د والي له مرستیال سره د شاه و عروس بند د پروژې متضررینو ته د نمرو او ځمکو دېش په اړه ګډه ناسته ترسره کړه
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال او د کابل فرعي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي ولي محمد تایب د کابل ولایت د والي له مرستیال ښاغلي شيخ محمد ظاهر خان خادم ،دکابل ولایت سکتوري،ښارجوړولو او اراضۍ،زراعت،مستوفیت رئیسانو او استازو سره د شاوعروس بند پروژې متضررینو ته د استملاک شویو کورونو او کرنیزو ځمکوپه بدل کې د نمرو او ځمکو د توزیع دپروسې په هکله ناسته تر سره کړه.
یادو رئیسانو د کابل ولایت د والي له مرستیال او یو شمېر رئیسانو سره په شکردرې ولسوالۍ کې د مشخصو شویو کرنیزو ځمکو او ښارګوټي د ساحو او د پروژې د کارونو څخه لیدنه تر سره کړه.
د دغي لیدنې په ترڅ کې، د ځمکو د وېش د پروسې پر مخکې د شته خنډونو د لرې کولو په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول او ګډ تخنیکي ټیم ته دنده وسپارل شوه تر څو عملآ یاده پروسه پیل او متضررینو ته خپلې ځمکې تسلیم کړي.
همدارنګه د شاوعروس بند پروژې د قراردادي شرکت د استازو سره لیدنه تر سره شوه،چې دشته مالي خنډونو د لرې کولو په موخه د مرستیال والي لخوا د همکارۍ ډاډ راکړل شو او د کارونو د بیاپیل په هدف ټینګار وشو.
