د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس د قرغې بند د خولې کانال، زرګردرې کانال او د ملک کلا د ترسبځای د دبیارغونې د چارو څخه لیدنه وکړه
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال د کابل ولایت د پغمان ولسوالي د قرغې بند د خولې کانال، زرګر درې کانال او د ملک کلا د ترسبځای د پاکاري او بیارغونې د پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه تر سره کړه او مسئولینو ته یې د چارو د ښه پرومخ وړلو لپاره لازم هدایات ورکړل.
د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو په تطبیق سره به د قرغې بند ته د اوبو راټولولو چارې آسانه،اړونده حقابې به په ښه ډول تنظیم او د اوبو د ضایع کېدو څخه به مخنیوی وشي.
