د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیرحبیب الرحمن حقپال غزني ولایت ته سفر وکړ
د کابل سیندیزې عمومي حوزې د رئیس انجنیرحبیب الرحمن حقپال په مشرۍ ګډ تخنیکي ټیم د ٣ورځني سفر په ترڅ کې د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د سردې بند پروژې د تاسیساتو،ځمکو،ماشینرۍاو وسایلو څخه لیدنه تر سره کړه .
یاد ټیم په لومړي قدم کې د فرعي حوزې د رئیس او اداري پرسونل سره وکتل چې د چارو د ښه والي،د ستونزو د تشخیص او د حل لارو په موخه یې نظرونه شریک شول او د ورغلي ټیم لخوا ورته لازمې سپارښتنې تر سره شوې.
ورپسې دبهترې همغږۍ او دموجوده ستونزو د حل په موخه د غزني د والي ښاغلي خلیفه صاحب سره وکتل شول او په اړونده مسایلو بحث ترسره شو چې د والي صاحب لخوا د تود هرکلی تر څنګ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ راکړل شو.
ورپسې د محترم والي صاحب،دفرعي حوزې رئیس صاحب او د اندړو ولسوال صاحب په ملتیا د سردې بند د موجوده تاسیساتو،ځمکو،ماشینرۍ او وسایلو څخه لومړنۍ لیدنه تر سره شوه،چې د پروژې اهمیت او مؤثریت ته په کتو د ټولو ګډونوالو لخوا یې د بیرته فعالیدو په اړه ټینګار وشو.
د سردې بند پروژه د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې په ١٣٤٦ه ل کال کې د اوبو لګولو په موخه جوړه شوېده چې د اوبو ذخیروي اعظمي ظرفیت یې ٢٩٥ملیون متر مکعب دی او د٢عمومي کانالونو په واسطه یې147,690جریبه ځمکه خړوبیږي.
دتللي تخنیکي ټیم په واسطه د یادې پروژې شړېدلې اداره د شاوخوا٤٠کاله ځنډ څخه وروسته د دوهم ځل لپاره منسجمه او بیرته فعاله شوه،د شته ماشینرۍ او وسایلو موجودي تر سره او هم یې اسنادو ته په کتو د دولتي او شخصي ځمکو اندازې او موقیعیتونه معلوم او تفکیک شول.
د یادونې وړ ده چې په تیرو جریاناتو کې د نوموړې پروژې ٩٠سلنه ځمکه غصب،اکثریت تاسیسات یې تخریب،وسایل او ماشینري یې چور شويدي،چې فعلآیې تقریبآ د ٤٥٠ عرادې موجوده ماشینرۍ څخه ٧ عرادې نسبي جوړ،٥٠عرادې د ترمیم وړ او نور ټول په بشپړ ډول ویجاړ شويدي.
