د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس د کابل ولایت له والي سره وکتل
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال او د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي ولي محمد تائب د کابل له والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل او د شاه و عرس بند پروژې د پاتې چارو د بشپړولو او متضررینو ته د استملاک شویو کورونو په بدل کې د نومرو د وېش په مخ کې د را پورته شوې ستونزې په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
