د کابل ولایت په چهارآسیاب او موسهي ولسوالیو کې د سېلابونو د خبرداري د سنسرونو د نصبولو له ساحې څخه لیدنه وشوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۴:۸
1

د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم او ورسره مل د یو، اېن، ډي، پي مؤسسې انجنیرانو د کابل ولایت چهار آسیاب او موسهي ولسوالیو د هغو کلیو او ساحو څخه چې د لوګر او کابل سیند په مسیر کې پرتې دي او د سېلاب تر خطر لاندې دي د  سېلاب د راوتلو د خبرداري سنسرونو د نصبولو په موخه لیدنه وکړه.

په پایله کې یې د موسهي ولسوالي په دریو کلیو کې چې ده کلان کې ۳۰۰، میاخېلو کې ۲۰۰ او چهار سوق کې ۱۵۰ کورنۍ ژوند کوي او د سېلاب تر خطر لاندې دي، د سېلاب د راوتلو د خبرداري سنسرونو د نصبولو لپاره ساحې تثبیت او انتخاب شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

بیرته تګ

User account menu