د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د برېښنا انرژي د چوپړونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د ارزولو چارې پیل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۰:۱۳
1

 د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم لوی ریاست د تجارتې ټیم د برېښنا انرژي د مارکېټ تجارتي رئیس محترم الحاج دولت خان حقیار په مشري او د کابل ښار د یوولسمې ناحیې همکارانو په همکاري، د یادې ناحیې د برېښنا انرژي رسوونکو شرکتونو د چوپړتیاوو ارزول پیل کړل.

یاده ارزونه د برېښنا انرژي د مارکېټ د لا ښه تنظیم او د بې خطره تخنیک د مراعات کولو او خوندې کولو په موخه د هغو شرکتونو په اړه چې د اوبو او انرژي وزارت څخه جواز نلري، پیل شوه.

User account menu