د کاپیسا د سیندیزې حوزې مشرتابه پلاوي نجراب ولسوالي ته سفر وکړ.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۴:۱۰
1

دغه سفر چې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالي کې د اوبو د پروژو د ښه مدیریت او د پروژو د لومړیتوب او ښه تطبیق په موخه ترسره شو او د نجراب ولسوالي له ولسوال مولوي عطاء الله نعمت سره د سیندیزې حوزې د رییس انجنیر کاوه خروش او ورسره ملګري پلاوي په ګډه ناسته کې د نجراب ولسوال په دفتر کې د مرستیال مولوي مقدس احمدي په شتون غونډه ترسره شوه. په دې دوه اړخیزه ناسته کې د پروژې د ښه مدیریت او د نجراب ولسوالي د ساحوي دفتر د عمومي مدیریت د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې

د پروژو ښه تطبیق، د اوبو د سرچینو په برخه کې د نجراب د اوسیدونکو شته ستونزې او خنډونه، د بندونو او کانالونو د نشتوالي په اړه د نجراب د اوسیدونکو ستونزې، د غوث دره بند تخنیکي سروې، د فرخشاه د بند تخنیکي سروې،

د نجراب ګردي کلينيک په شاوخوا کې د استنادي دېوار تخنيکي سروې چې د سېلاب له خطر سره مخ ده،  همدا رنګه په نورو اړينو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

ورپسې انجنیر مجیب الرحمن د خلیل الرحمن زوی. د اوبو او انرژي وزارت د محترم مقام په حکم د نجراب سیمه ییز دفتر د عمومي مدیر په توګه وټاکل شو.

په دې غونډه کې د سیندیزی حوزې رئیس انجنیر کاوه خروش او ورسره ملګري پلاوي په حضور کې د یادي ولسوالي مرستیال مولوي مقدس احمدي، د یادې ولسوالي مالي او اداري عمومي رئیس انجنیر عبدالغفار حکیم هم حضور درلود.

د دغې ولسوالي اجراییوي رییس محمد مائل صالحي او د نجراب دره بند  د لویدیځې پراختیایي شورا رئیس محمد داود په رسمي ډول خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu