د کاپیسا د فرعي حوزې مسوولینو د دغه ولایت د میتیورولوژی استیشن له مرکز څخه لیدنه وکړه
د کاپیسا د سیندیزی فرعي حوزی رئیس ښاغلي انجنیرکاوه "خروش" د کاپیسا سیندیزې او د کابل د سیندیزې عمومي حوزي د یو شمیر انجنیرانو په ملتیا د کاپیسا میتیورولوژي ستیشن څخه لیدنه وکړه.
د کاپيسا د میتیورولوژی سټېشن څخه د ليدنې پر مهال د تودوخې د نوي سنسر نصبول، د وړانګو د نوي سنسر نصبول او د ياد سټېشن د سمون چارې د يادې شوې کميټې په حضور کې ترسره شوې او د سنسر شته نيمګړتياوې حل شوې.
د يادونې وړ ده چې د کاپيسا د میتیورولوژی سټېشن اووه عمده پارامترونه لري (د هوا فشار، تودوخه، نسبي رطوبت، باران، لمر، د باد توجه او د باد سرعت)
په داسې حال کې چې د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د شوخي د میتیورولوژی سټېشنونه څلور عمده پارامترونه لري (د حرارت درجه، نسبي رطوبت، باران او د اوبو لوړوالی).
د یاد شوي سټیشن څخه د لیدنې په پای کې د فرعی سیندیزی حوزې رئیس د سټېشن د ساتنې او جدي پاملرنې په اړه آمرینونه ته اړونده لازمې لارښوونې وکړې
