د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئیس د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې (NAC) له ولایتي مسئول سره وکتل
              د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر کاوه خروش د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې (NAC) ولایتي مسؤل انجنیر حسیب الله اسدي او په کاپیسا ولایت کې د ناروې کمیټې د پروژو همغږي کوونکي سره وکتل.
په یاده لېدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ولایتي مسئول خپل دوه میاشتنی کاري راپور د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې له رئیس سره شریک کړ چې له مخې یې 18 پروژې په نجراب او 18 پروژې په تګاب ولسوالیو کې سروې شوې او په اله سای ولسوالي کې به ۲۴ پروژې سروې شې چې پکې آبریزي، چکډمونه، کاریزونه او چینې شامل دي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټه په کاپیسا ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (UNFAO) په مالي ملاتړ د 234500 امریکایي ډالرو په ارزښت خپلې پروژې پلي کوي چې پکې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو کېږي.
