د کجکي بند د دویم فاز او د شاه او عروس بند پروژې د استملاک ستونزو د حل په موخه د ښارجوړونې وزارت له مسؤلینو سره د همغږي غونډه جوړه شوه.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۳ - ۱۷:۴۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده په حضور کې د هلمند ولایت د کجکي بند پروژې د دویم فاز او د شاه او عروس بند پروژې د استملاک ستونزو د حل په موخه د همغږي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ښارجوړونې وزارت د استملاک عمومي رئیس ښاغلي حارث اخترزاده او د دواړو وزارتونو د یو شمېر نورو رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اوبو معین په حضور کې د پروژو د استملاک د وضعیت په اړه بشپړ راپور وړاندې شو، چې د ستونزو د حل په موخه یې خبرې وکړې.

د اوبو او انرژی وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د مسؤلینو د راپور له اوریدو وروسته د کجکي بند د پروژې د استملاک بهیر پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ او یادونه یی وکړه چې یاده موضوع باید د ریاست الوزرا له محترم مقام سره شریکه شي، ترڅو د دې د حل لپاره اړین اقدامات وکړي او د محترم رئيس الوزرا له لارښوونو سره سم اقدامات ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې د کجکي بند د دویم فاز کار په چټکۍ سره روان دی چې په نږدې راتلونکي کې به په بشپړ ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، د دې پروژې په بشپړیدو سره به سل میګاواټه بریښنا نوې تولید شي او د کجکي د بریښنا بند ټول تولیدي ظرفیت به ۱۵۱ میګاواټو ته لوړ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu