د کرني او خوراک خوندېتوب نړېوال سازمان عمومي منیجر د پکتیکا ولایت د ګومل فرعې سیندیزې حوزې له رئېس سره وکتل
د کرني او خوراک خوندېتوب نړېوال سازمان عمومي منېجر او ورسره مل انجینري ټېم د پکتیکا ولایت د ګومل فرعې سیندیزې حوزې له رئېس قاري فتح محمد ذاکر سره وکتل.
په دي لېدنه کې د ګومل فرعې سیندیزې حوزې رئېس په پکتیکا ولایت کې د یاد سازمان له خوا د رغنېزو پروژو د پلي کېدو له کبله خوښي څرګنده کړه او د یاد سازمان منېجر ته یې د هر راز همکاری ډاډ ورکړ.
همدارنګه، د یاد سازمان عمومی منیجر او د ګومل فرعې سیندېزې حوزې رئېس د پکتیکا ولایت په برمل، ګیان او مټاخان ولسوالیو کې له هغو پروژو څخه لیدنه وکړه چې مخکې ددي سازمان د انجینرانو له لوري ټاکل شوې وې او په راتلونکي څو ورځو کې به ددې پروژو عملي چارې د ياد سازمان له خوا پیل شې.
