د کرهڼې او مالدارۍ له وزير سره د همغږۍ ناسته

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۳
66

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د کرهڼې او مالدارۍ له وزیر ښاغلي ډاکټر انورالحق احدي سره د اوبو د مدیریت په پراختیايي پروژو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په پیل کې د کرهڼې او مالدارۍ وزیر ښاغلي احدي وویل "د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره او د کرهڼې او مالدارۍ وزارت به له دې وروسته په یو شمېر برخو کې د اوبو لګولو برنامې په ګډه پلي کوي".

وروسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل وویل "له دې وروسته به د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د اوبو لګولو پروژو په پلي کولو کې د کرهڼې او مالدارۍ وزارت سره په همغږۍ او ګډ کار کوي".

ښاغلي تکل د دواړو ادارو تر منځ د ګډ کار کولو د همغږۍ په را مینځ ته کولو ټينګار وکړ او د دې تر څنګ یې غوښتنه وکړه، چې د دواړو ادارو تر مینځ دې یو ګډ تخنیکي ټيم جوړ شي تر څو د په اړوندو موضوعاتو ګډ کار وکړي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu