د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د اوبو میرانو سیستم د رسمي کولو په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۰:۳۴
1

یاده ناسته د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د کندز ولایت مقام د رئیس مولوي عبدالغفور شهیدزي، د امام صاحب ولسوالي ولسوال مولوي ګل محمد الیاس او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو او کروندګرو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس د اوبو او انرژي وزارت د کړنلارې پر بنسټ د اوبو میرانو سیستم رسمي کول د اوبو شخړو د هوارولو په برخه کې یو موثر ګام وباله او له ټولو کروندګرو څخه یې وغوښتل، چې د ورورولۍ په فضا کې دې له یو بل سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu