د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د بزګرانو د ځان بسیاینې تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۴:۴۷
1

دغه غونډه د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت له لوري د کندز ولایت د امام صاحب ولسوال محترم مولوي ګل محمد الیاس، د نوموړې ولسوالي ښاروال محترم مولوي امین الله حقیار او د میر آب باشانو او بزګرانو په شتون کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې، ښاغلي حاجي حکمت د بزګرانو د ځان بسیاینې تګلاره په مفصله توګه تشریح کړه او زیاته یې کړه، چې د دغې تګلارې پر بنسټ بزګران کولای شي، چې خپلې ستونزې په خپل مټ په چټکۍ سره هوارې کړي او د کانالونو اړوند ستونزې به د ټولو شوو پیسو په واسطه د نوموړې ولسوالي له اړوندو ادارو او سیندیزې حوزې سره په همغږۍ په عاجل ډول هوارې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu