د کندهار ولایت د دهله بند د مختلفو برخو د چارو چټکتیا په موخه د اړونده ادارو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۳۰ - ۹:۱۹
658

د کندهار ولایت د دهله بند د مختلفو برخو د چارو چټکتیا په موخه د اړونده ادارو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

دغه جلسه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري په مشرۍ چې آسیا پراختیايي بانک، د نړیوال بانک، د کلیو پراختیا وزارت، د ښار جوړولو وزارت، د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب شرکت، د برنامو مدیریت مرکزي دفتر (C-PMO) او د اوبو لګولو او اوبو رسولو ریاست استازو تر منځ تر سره شوه د دهله بند د مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کندهار ښار ته د دهلې بند د اوبو رسولو په اړه تر سره شوه.

ښاغلي بصیري د دغې جلسې د جوړېدو موخه د دهلې بند د مختلفو برخو کې د چارو چټکتیا یاده کړه او د اړونده ادارو تر منځ یې په لا ډيرې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ.

همدارنګه په دغه جلسه کې د اړونده ادارو مسؤلینو د دهلې بند د پروژې د تطبیق په برخه کې د چارو پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل او چارو چټکتیا په موخه یې د لا ډيرې همغږۍ غوښتنه وکړه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu