د کندهار ولایت د لوی ویالې د پاک کاري چارو له بهېر څخه څارنه وشوه
د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا سید محمد شرافت او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د دامان ولسوالي اړوند د لویې ویالې د پاک کاري چارو له بهېر څخه څارنه وکړه.
یاده ویاله د سیلابونو له کبله د رسوباتو ډکه شوې وه چې د پاک کاري چارې یې په منظم ډول جریان لري.
