د ګردیز- زرمت سړک د جوړولو چارې رسما نن پيل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۵:۳۷
1

 د پکتیا ولایت مرکز ګردیز او زرمت ولسوالي ترمنځ غځیدلي سړک د جوړولو چارې نن د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کورنیو چارو وزارت معین محترم مولوي محمد نبي عمري، د ټولګټو چارو وزارت معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح د پکتیا والي محترم حاجي دعوت صاحب، د یاد ولایت مرستیال والي محترم مولوي انعام الله صلاح الدین د پکتیا ولایت د ټولګټو چارو رئيس او نورو ولایتي رئيسانو او د زرمت د قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د یادو مراسمو په بهیر کې امارتي مسؤلینو د خپلو ویناو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د خپلو مسؤلیتونو، امکاناتو او متوازن انکشاف په چوکاټ کې به د سیمې لپاره د نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو لپاره هم هڅې وکړي، ترڅو خپلو مجاهدو هېوادوالو ته د هوسا او بسیا ژوند شرایط برابر کړي.

په ورته مهال، د سیمې اوسیدونکو او قومي مشرانو د یادې پروژې د چارو له پیلولو څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د دغې پروژې په سر ته رسېدلو سره به د سیمې د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.

دغه غونډه د ګران هېواد او هېوادوالو د آبادي، سوکالي او سمسورتیا په دعا سره پای ته ورسېده.

یاده دې وي چې یاد سړک د هېواد له مهمو سړکونو څخه دی چې د زرمت پر ولسوالي برسېره د روحاني بابا ولسوالي او غزني او پکتیکا ولایتونه د پکتیا ولایت له مرکر(ګردیز) سره نښلوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu