د یتیم تپه سیند غاړو تحکیماتو په اړه د تخار ولایت د ولس استازو او مشرانو سره لیدنه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۹:۳۹
55

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي حمیدالدین یلداش، ګل احمد کمین او د دغه ولایت یو شمېر مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د يتیم تپه سیند غاړو تحکیماتو چې په تخار ولایت کې موقعیت لري خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د تخار ولایت استازو او مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دغه پروژې پلي کولو ته به پاملرنه کیږي.

ښاغلي تکل د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال او مسؤلینو ته هدایت وکړ چې د اسیا پراختیاي بانک په مرسته د دغه پروژې د پلي کولو چارې پيل کړي.

د دغه پروژې سروې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا تر سره شوې چې اوسمهال یې د ډيزان چارې روانې دي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu