د یتیم تپې څنډو ټينګښت د نهمې برخې(لاټ) پروژې قرارداد د ۸۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت لاسلیک شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۶:۱۹
1

۱۱/۱۰/۱۴۰۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند د یتیم تپې څنډو د ټینګښت د نهمې برخې پروژې قرارداد د ۸۱.۵ میلیونه افغانیو  په ټولیز لګښت د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د امان‌الله وطنیار ودانیز شرکت د استازي محترم عرفان‌الله برکي ترمنځ لاسلیک شو.

د اوبو او انرژي محترم وزیر د دغه قرارداد د لاسلیک پرمهال، د دغې پروژې  اهمیت او اړتیا ته اشاره وکړه، او هغه یې د سیند څنډو ویجاړیو د مخنیوي، په درقد ولسوالي کې د کرنیزو ځمکو او د نوموړې ولسوالي د خلکو د ځان او مال د ساتنې په برخه کې اړین او حیاتي وبلله. د دغه قرارداد پر بنسټ، په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د ټینګښت پروژه د ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۲۱ متره سور په درلودلو سره به د نوموړي شرکت له لوري د ساحې تر سپارلو وروسته د یوه کال په موده کې تطبیق شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو اقداماتو څخه ګڼل کېږي، او په همدې برخه کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې بېلابېلې پروژې پلې شوې، چې په پایله کې د ګڼ شمېر هېوادوالو ځان، شتمني او کرنیزې ځمکې د سیند د ویجاړیو له ګواښ څخه خوندي شوي دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۶:۱۹
Background image

د یتیم تپې څنډو ټينګښت د نهمې برخې(لاټ) پروژې قرارداد د ۸۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت لاسلیک شو

۱۱/۱۰/۱۴۰۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند د یتیم تپې څنډو د ټینګښت د نهمې برخې پروژې قرارداد د ۸۱.۵ میلیونه افغانیو  په ټولیز لګښت د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د پکتیکا د مرستیال والي محترم مخدوم عبدالسلام سعادت، د پکتیکا د اوبو او انرژي رئیس محترم قاري فتح محمد ذاکر، د یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۰:۴۵
Background image

د عزیزي ګروپ شرکت له انجنیرانو سره په غزني ولایت کې د برېښنا تولید د ځای تثبیت په موخه خبرې، اترې وشوې

د غزني والي محترم الحاج ملا عبدالصمد جاوید د غزني د اوبو او انرژي رئيس او یو شمېر نورو سیمه ایزو رئيسانو په شتون کې د عزیزي ګروپ شرکت له انجنیرانو سره په هېواد کې د ۱۰ زره میګاواټه. . .

بیرته تګ

User account menu