د یونیسیف اداري (UNICEF)  د اوبو رسولو څانګې له مسؤلینو سره د همغږي او همکاري ناسته ترسره شوه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۴:۲۴
1

 

 

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د یونیسیف اداري(UNICEF) د مسؤلینو او د وزارت داوبو سکتور د یو شمېر رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت او د یونیسیف اداري(UNICEF)   ترمنځ د ګډې همکاري په هکله  د تکلارو او استراتیژيو پر جوړولو، د اوږد مهاله پلانونو په چمتو کولو، د اوبو سکتور د کارمندان د وړتیا پر لوړولو، د اوبو د سپما په هکله د عامه پوهاوي پروګرامونو په پلي کولو، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو په برخه کې د تخنیکي همکاريو او د اوبو په سکتور کې د فني او مسلکي کارمندانو په ګومارلو باندې بحث او دنظر تبادله وشوه.

همدارنګه له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې پلي کول د یادې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وه چې په هکله یې خبرې اترې و شوي.

په پای کې دواړو لورو په پورتنې مواردو باندې د ګډې همکاري  ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu