د یوه افغان شرکت رئيس د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۴۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د غونډو سرپرست او د پایدارې انرژي عمومي رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار د خپل کار په دفتر کې د دغه معینیت د یو شمېر رئيسانو په شتون کې د زولرستان شرکت له رئيس محترم انجنیر عبدالقدیر بارکزي سره وکتل او په هېواد کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه .

په دغه لیدنه کې، ښاغلي بارکزي په هېواد کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د انرژي معینیت د غونډو سرپرست او د پایدارې انرژي عمومي رئيس په دغه لیدنه کې د نوموړي شرکت رئيس ته په هېواد کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په موخه د هر راز همکاري ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې مونږ د هېواد د هر ولایت لپاره د برېښنا انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه چمتو شوی پلان لرو او هر ډول همکاري ته چمتو یو.

همدغه راز، د دغې ناستې په پای کې د دواړو لورو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د ګډو ناستو په ترسره کولو باندې ټینګار وشو.

 دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د انرژي په پروژو کې پانګونې ته د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو شرکتونو لېوالتیا ډېره شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژه د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د برکوچي خېلو کلي د استنادي دېوال پروژه د ۸ میلیونه، ۳۵۹ زره او ۲۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu