د یوه چینایي شرکت مسؤلینو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۶:۴۳
1

د اوبو او  انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د چینایي "گوسان انرژي"  شرکت له مسؤلینو سره وکتل او په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید فابریکې په جوړولو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه، چې د اوبو او انرژي وزارت د مقام د رهبري له لوري یې هر کلی وشو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو او د دغه وزارت د همکاري په برخه کې هغوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu