د ۴۲ بندونو د جوړولو قرارداد لاسلیک او د اوبو لګولو کانالونو دوه لوی پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۹:۲۱
65

د ۴۲ بندونو د جوړولو قرارداد لاسلیک او د اوبو لګولو کانالونو دوه لوی پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د هېواد جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غني په حضور کې د ۱۰۰ ورځو او ۱۰۰ زېرو برنامه کې چې په ارګ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل لخوا په ۲۱ ولایتونو کې د ۴۲ بندونو د جوړولو قرارداد لاسلیک شو، همدارنګه په دغه برنامه کې د اوبو لګولو دوه لویو کانالونو او سربندونو پروژو( ارچي او شهروان کانالونو) چې په کندز او تخار ولایتونو کې موقعیت لري ګټه اخیستنې ته وسپارل شول.

دغه بندونه د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت په اساس د اوبو مدیریت، د موسمي سیلابونو کنټرول، د بریښنا تولید او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې جوړیږي.

په دغه برنامه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل وویل:" د اقليم تغير او پرلپسې وچکالي په نړيواله کچه په يوه لويه اقتصادي او اجتماعي ننګونه بدل شوي دي؛ اړینه ده تر څو زموږ اوبه په اساسي توګه مدیریت شي." ښاغلي تکل زیاته کړه" اوبه زموږ ابرو ده او موږ یې مدیریت ته ژمن يوو".

همدارنګه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د شاه و عروس بند د ساختماني چارو د بشپړېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه د دغه ۴۲ بندونو چارې به ژر پيل شي؛ همدارنګه د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره به په روان کال کې د لویو پروژو په تطبیق په ځانګړي ډول: د شاه توت للندر بند، د کابل پنجشیر پايپ لاین، د سپين غر او تور غر پروژو، د پروان ولایت سیلبرونو، د دهله بند، د بخش اباد بند او په سلګونو نورو لویو متوسطو او کوچنیو پروژو کار کوي چې اوسمهال د ډير شمېر پروژو چارې په ښه توګه روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د دغه ۴۲ بندونو په جوړولو سره به ټول ټال ۱ میلیارد او ۲۰۳ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کیږي د ۳۰۳ زرو هکټارو په شاوخوا کې کرنیزه ځمکه به خړوبیږي او همدارنګه د ۶۵ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت به ولري.

د شهروان او ارچي د اوبو لګولو کانالونو بشپړېدو سره به د ۸۰ زرو هکټارو په شاوخوا کې کرنیزه ځمکه به خړوبیږي او ۳۰۰ زره کسان به ترې ګټه پورته کوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu