سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم بند د چارو د پيل په موخه به اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د سرپل له والي محترم الحاج محمد یعقوب عبدالرحمن"اکه" سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د سرپل والي اوبو او انرژي پروژو ته د هغه ولایت د خلکو د اړتیاوو په هکله د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام سره خبرې وکړې او په هغه ولایت کې یې د سلطان ابراهیم بند پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل والي ته ډاډ ورکړ، چې د نوموړې بند جوړولو پروژه چې د ملي پراختیا شرکت په مشارکت سره پرمخ وړل کېږي، د دغه وزارت په کاري لومړیتوبو کې ځای لري او ان شاء الله په نږدې راتلونکې به یې چارې پیل شي.