غزني ولایت کې د ملاخېلو کوچني ذخیروي بند چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱ - ۱۰:۴۱
1

د غزني د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په واغظ ولسوالي کې د ملا خېلو کوچني ذخیروي بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره کیفیت او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړي بند د ۶۵ متره په اوږدوالي او ۶ متره لوړوالي سره جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۵۰۰۰ متره مکعب اوبه زېرمه او د ملاخېلو کلي د کاریز په تغذیې، د چاپيریال په ښکلا او سیلابونو په کنټرول کې مثبت رول ولوبوي.

د نوموړي پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د غزني د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

په بغلان ولایت کې د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۸ هـ.ل

د بغلان ولایت د دهنه‌غوري ولسوالي اړوند د چوتقه‌سای په سیمه کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې پيل شوې.

یاد چکډیم د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د دوو چکډیمونو پروژو چارې د څه باندې ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۴ هـ ل

د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالي کې د چهلګزي چکډیم پروژه د څه باندې ۳۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت او د خیبر چکډیم پروژه په خیبر ولسوالي کې د څه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د چغري چکډیم جوړولو پروژې چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۲۰ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۲ هـ ل

د لاندني کابل سیندیزې فرعي حوزې (جلال آباد) ریاست مسؤلینو د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې د چغري چکډیم جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu