فاریاب ولایت کې د کار په مقابل کې د خوراک پروګرام پیل شو
د کار په مقابل کې د خوراک پروګرام پرون د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې پیل شو.
دغه پروګرام د ولایت د والي او د نورو اړوندو ادارو د رئیسانو په ګډون لکه هر یو د شیرین تګاب د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، د کرنې او مالدارۍ رئیس، د کلیو پراختیا رئیس، د شهیدانو او معلولینو رئیس، ولسوالانو، د ولایت د مقام د دفتر د رئیس او نورو اړوندو ادارو د استازو د ملا امامانو او اړوندو مشرانو په شتون پیل شو.
د پرانیستلو په مراسمو کې د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې رئیس هم شتون درلود او دا پروګرام په ولسواليو کې هم پيل شو.
