لغمان ولایت کې د چهار باغ کانال د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنه جوړه شوه

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤولینو له لوري د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د چهار باغ کانال د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنه جوړه شوه.
د نوموړي کانال د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې د جوړولو اساسي موخې د حقابې ټاکل، د اوبو عادلانه وېش، د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی، د اوبو په سر د رامنځته کېدونکو شخړو حل، د بزګرانو تر منځ د همغږۍ او یووالي او د کښت په حاصلاتو کې زیاتوالی دي، چې د نوموړې ټولنې په مدیره پلاوي کې د ټولنې رئیس، مرستیال او خزانه دار شامل دي.