لغمان ولایت کې یو شمېر پراختیايي پروژې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۴۶
1

ترنجونه، یو سربند، دوه چکډمونه او د ماهیانو روزنې حوض پروژې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشدي، تخنیکي سلاکار انجنیر سید عبدالرحیم سادات، د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالداري رئیس مولوي عبدالستار محمد، د اېف، اې، او مؤسسې لوی رئیس ریچارډ او د نوموړې مؤسسې د خیتځ زون مسؤولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو مراسمو کې د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس د اېف، اې، او مؤسسې مسؤولینو د خدمتونو په ستایلو سره له هغوی څخه وغوښتل تر څو د نهر کریم کانال د پاتې کارونو د بشپړولو او د یاد کانال د سیند غاړې استنادي دېوالونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

په ورته مهال کې د نوموړې مؤسسې رئیس په لغمان ولایت کې د یو شمېر نورو پراختیایي پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې په لغمان ولایت کې د نهر کریم کانال سربېره د شاهي او بدېع الآباد کانالونو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئیس د جوزجان له والي سره د لیدنې سربېره د دغه ولایت له یو شمېر سیمو څخه هم لیدنه وکړه

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئیس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست د پلان او انجنيري آمر محترم انجنير بريالی طاهري جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

غور ولایت کې د هریرود سیند او د یوه سټیشن د ټینګښت پروژې چارې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

د غور ولایت د دولت‌یار ولسوالي په شینیه کلي کې د هریرود سیند او د شینیه هایدرولوژي سټیشن د ټینګښت پروژې چارې د ۴ میلیونه، ۳۸۱ زره او ۳۰۹ افغانیو په لګښت د غور د اوبو او انرژي رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۶
Background image

اوبو او انرژي وزارت کې د ټاپ نړیوالې پروژې د رهبري کمېټې دوهمه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته نن، شنبه( د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د وږي ۲۲) د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دغه وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د مالیې، صنعت. . .

بیرته تګ

User account menu