له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي سندونو د څېړنې ناسته د اوبو په معینیت کې ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۱۷:۴۷
1

 یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارت د اوبو سکتور د رئيسانو او مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې  ناسته کې، د پروژې د موخو پرزنتیشن، ارزښت، د مسیر ټاکل او د ټولنیزې او چاپېریالې سروې ګانو پایلي وړاندي شول، او د پروژې د تخنیکي اسنادو په اړه د مسئولینو له لورې کره او د اړتیا وړ معلومات ورکړل شول.

د دې غونډې په دوام کې د دیادې ناستې غړو د یادې موضوع او د پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د ډېزاین د بشپړتیا په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

د اوبو ښاغلي معین د پروژې د تخنیکي اسنادو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، لازمې لارښوونې وړاندې کړل او د پروژې د ډيزاین پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu