لوګر ولایت کې د شهید ملانورمحمد چکډم د جوړېدو چارې نږدې ۸۴ سلنه پرمخ تللي دي
دلوګر ولایت مقام د مسؤلینو په ګډون د لوګر سیندیزې فرعي حوزې، اقتصاد او کرنې ریاستونو ګډ پلاوي په لوګر ولایت کې د شهید ملا نورمحمد چکډم د جوړېدو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړي چکډم چارې نږدې ۸۴ سلنه پرمخ تللي او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۱۱۲۱۴ متر مکعب اوبه ذخیره شي او همدارنګه به د ځمکې لاندې اوبو د پیاړوتیا لامل هم شي.