لوګر ولایت کې د یوه چکډم جوړولو چارې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۷:۱۲
1

د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي اړوند د آب بازک په سیمه کې د یوه چکډم جوړولو چارې  دڅلور اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د لوګر مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

دغه چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د ۵۳ متره په اوږدوالي او ۵ متره لوړوالي جوړیږي چې د ۵۸۰۰ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا به ولري.

د نوموړې چکډم چارې به د درې میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu