لوګر ولایت کې د یوه کانال د جوړولو چارې د څه باندې ۷۱ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۱:۲۱
1

لوګر ولایت کې د یوه کانال د جوړولو چارې د څه باندې ۷۱ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند د خدر په سیمه کې د خدر کانال د جوړولو چارې د څه باندې ۷۱ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د لوګر د مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

نوموړی کانال د یو کیلو متر په اوږدوالي سره د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي لګښت د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې جوړیږي، چې پکې ۱۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او  چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې او ۶۰۰ هکتاره ځمکه به خړوبه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

بیرته تګ

User account menu