مطبوعاتي اعلامیه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۹ - ۱۶:۳
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي نن له غرمې وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو وزیر ښاغلي علي اکبر محرابیان په مشرۍ له راغلي ایراني هيئت سره د اوبو او انرژي وزارت په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوبو او انرژي اړوند بېلابېلو مسائلو په اړه رغنده بحثونه وشول. د اوبو او انرژي وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور وویل: د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ هـ ل کال د معاهدې د بشپړې پلي کېدو په اړه ژمنتیا لري. همدارنګه د ایران د نیرو وزیر ښاغلي محرابیان یاد تړون ته د ایران هېواد د ژمنتیا سربېره  زیاته کړه چې ایران هېواد چمتو دی د بادي برېښنا د تولید، د برېښنا صادرات، د افغانستان لویو ښارونو ته د څښاک اوبو د انتقال په لویو پروژو کې د افغانستان اسلامي امارت سره همکاري وکړي او په دې اړه خپلې تجربې ورسره شريکې کړي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د هلمند سیند د اوبو معاهدې مطابق د ایران هېواد د حقابې د ورکړې دریو ځايونو د ټاکل کېدو په اړه عملي چارې د ټاکل شوي مهالوېش مطابق ډېر ژر پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu