ننګرهار ولایت کې د استنادي دېوالونو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۲:۱۰
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس محترم سید فضل احد هاشمي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالي کې د استنادي دېوالونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو استنادي دېوالونو چارې د آی، او، ام سازمان په مالي لګښت د ننګرهار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو د تنظیم او د سیلابونو د خطرونو د کمښت په موخه د ګڼ شمېر پروژو چارې د ننګرهار سیندیزې حوزې تر چتر لاندې د کورنیو او نړیوالو موسسو په مالي لګښت روانې دي چې پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

بیرته تګ

User account menu