ننګرهار ولایت کې د برېښنا په برخه کې د پانګونې د جذب په موخه کمېټه جوړیږي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۶:۳۴
1

ننګرهار ولایت کې د برېښنا په برخه کې د پانګونې د جذب لپاره د کمېټې د جوړولو په موخه یوه ناسته د ننګرهار مرستیال والي محترم مولوي سعیداحمد بنوري په مشري د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس محترم سید فضل احد پاچا، د اوبو او انرژي وزارت د استازو او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه او د نوموړې کمېټې د رامنځته کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

نوموړې کمېټه د ننګرهار سیندیزې حوزې په چوکاټ کې د اړوندو اداره په غړیتوب سره رامنځته کېږي او د برېښنا په برخه کې د پانګونې د جذب، د برېښنا ستونزو د هوارولو، د برېښنا د تولید او د خلکو وړاندیزونو ته د رسیدګي په برخه کې فعالیت وکړي.

همدارنګه په دغه ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت د پلازمینې د انرژي چارو آمر سید علي همت په مشري تخنیکي مسؤلینو د دغې کمېټې د مسؤلیتونو او دندو په هکله پرزنټیشن وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې د دې کمېټې څارنه به د ولایت مقام د رهبري په غاړه وي.

همدغه راز، د ناستې په دوام کې د دغه ولایت د نورو سیمه ییزو ادارو مسؤلینو هم د دغې کمېټې د رامنځته کولو او د برېښنا په برخه کې د پانګونې د جذب په موخه خپل اندونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu