پروان ولایت کې د بګرام کانال د بازو د تحکیماتو چارې بشپړې او د توپدرې کانال چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي
د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن حبیبي او ورسره مل د اوبو په سکتور کې د بشري مرستو مسؤلینو د بګرام کانال د بازو د تحکمیاتو او د توپدرې کانال له چارو څخه لیدنه ترسره کړه او د پروژې مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د بګرام کانال د بازو د تحکیماتو چارې بشپړې شوي او د توپدرې کانال چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي
