پروان ولایت کې د غیر الکولي څښاک او معدني اوبو د تولیدي شرکتونو د فعالیت له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د غوربند چاریکار فرعي سیندیزې حوزې رئیس له تخنیکی ټيم سره د غیر الکولي څښاک او معدني اوبو د تولیدي شرکتونو د اوبو مصرف د څرنګوالي او فعالیت له بهیر څخه څارنه وکړه.
د څارنې په بهیر کې د شرکتونو مسؤولینو ته د ډېرو اوبو مصرفولو د مخنیوي، د باران د اوبو راټولولو، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د تصفیې سیسټم، د اوبو چټلتیا څخه د مخنیوي، د حفظ الصحې او د چاپیریال په هکله تخنیکي لارښوونې ترسره شوې.
او همدارنګه د تخنیکي ټیم لخوا شرکتونو ته د هغوی د فعالیتونو په هکله د اوبو او انرژي وزارت د لارښوونو او سپارښتنو سره سم، اړینې سپارښتنې ترسره شوې.