په اوبو او انرژي وزارت کې د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې( د انرژي سپما) په هکله د پوهاوي ورکولو برنامه ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۳:۲۵
1

دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د انرژي ساتنې او اغېزمنتیا ریاست له لوري د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې د اوبو او انرژي وزارت د ټولو رئيسانو، سلاکارانو او کارمندانو په شتون کې ترسره شوه.

د برنامې په بهیر کې د وزارت مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د پایدارې انرژي عمومي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني او د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف په خپل وار سره د اسلام له انده د اسراف د غندلو او د اوبو او انرژي سپما د ارزښت په هکله خبرې وکړې.

په ورته مهال، ډاکټر انجنیر محمد عمر تیموري له سلواکیا هېواد څخه  د ودانیزې انرژي ساتنې برخې متخصص په دغه برنامه کې د یوه پرزنټيشن په ترڅ کې د انرژي ساتلو له پلوه د ودانیو د معیارونو په هکله خبرې وکړې.

د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي سکټورونو دوه تنه انجنیرانو د دغو دوو حیاتي توکو( اوبه او انرژي) د ارزښت او سپما د څرنګوالي په هکله اړین معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

بیرته تګ

User account menu