په اوبو او انرژي وزارت کې د قرآن عظیم الشان ختم وشو.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۲۰:۵۱
1

۱۱/۹/۱۴۰۴ ه ش

د وزیرصاحب د روغتیا موندنې دشکرانې په پار د اوبو او انرژي وزارت کې

 د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم د اوبو او انرژي  وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، مولوی  محمد نقیب محمدی د جهادی رهبر مرحوم مولوی صاحب محمد نبی محمدی زوی، خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی، مولوی عارف الله عارف د حج اوقافو وزارت معین،  د اوبو معین مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د انرژي معین الحاج ملا عبدالهادي یعقوب،مولوی محمد طاهر انوری د امربالمعروف ، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت سلاکار، د اهل تشیع روحاني مشر فاضل زاده صاحب ، د وزارت سلاکارانو، رئیسانو، تخنیکي مسؤلینو او د وزارت ګڼ شمېر کارکوونکو په شتون کې په یوه روحاني او شانداره فضا کې ترسره شول.

د قرآن عظیم الشان د ختم ګډونوالو د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا، د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې د اسلامي امارت د بریالیتوب او ثبات، په هیواد کې د تلپاتې سولې او امنیت د دوام، د یووالي او اسلامي عدالت تر سیوري لاندې د افغانستان خلک سوکالۍ او آرامۍ ته د رسیدلو لپاره دعا وکړه.

د اوبو او انرژي وزیر په دې غونډه کې ددوی له عیادت کوونکوڅخه تر مننې وروسته وویل چې قرآن کریم د مسلمانانو د لارښوونې، یووالي او وقار سرچینه ده او د داسې معنوي غونډو جوړول د مسلمه امت ترمنځ د ایمان او همکارۍ روحیه پیاوړې کولو کې مهم رول لوبوي. هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت په الله تعالی توکل او د قرآن کریم د احکامو په تعقیب سره د ثبات، عدالت، د خلکو د هوساینې او د هیواد د خدمت لپاره په صادقانه توګه قوي ګامونه پورته کړي دي او په راتلونکي کې به هم په کلکه سره دې لارې ته دوام ورکړي. غونډه د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د اسلامي امارت د لا بریالیتوبونو، د امنیت او د افغانستان د شریفو خلکو د تلپاتې هوساینې او د رحمت د باران دنزول لپاره په دعاګانو سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

بیرته تګ

User account menu