په بادغیس ولایت کې د سطحي اوبو (مرغاب سیند) څخه د ګټې اخیستنې په موخه د سولري پمپونو د مسودې طرحې په اړه د نظر غوښتنې جلسه ترسره شوه.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۲:۲۹
444

دغه جلسه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيسې انجنیر فومن فروغ او د ادارې د مقام د دفتر رئيس انجنیر همت الله امین زی په شتون کې چې د کرنې او مالدارۍ، د صنعت او تجارت، د کلو بیارغونې او پراختیا وزارت او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ګډون درلود تر سره شوه.

په دغه جلسه کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيسې انجنیر فومن فروغ د کرنې لپاره د بادغیس ولایت د سطحي اوبو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د سولري پمپونو مسودې طرحه د جمهوري ریاست عالي مقام د اوبو، ځمکې، ښاري پراختیا او چاپيریال ساتنې عالي شورا د مصوبې په اساس چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا جوړه شوې وه د یو پرزنټېشن له لارې ګډونوالو ته وړاندې شوه.

دغه طرحه په بادغیس ولای کې د مرغاب سیند اوبو څخه د غوره استفادې، د کرنې پراختیا او خلکو ته د کارموندنې په موخه جوړه شوې.

د دغې جلسې یو شمېر ګډونوالو د دغې مسودې ابتدايي طرحې قدرداني وکړه او یادې طرحې د غني کولو په موخه یې خپل وړاندیزونه واورول.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu