په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا پروژې د پروپوزل د ارزونې په موخه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۳:۴۹
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د انرژي د برنامو رئيس محترم انجنیر فرهاد محمودي او د هغه ریاست د تخنیکي ټیم په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې،  په شبرغان کې د ګازو له سرچینو څخه د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د  تولید د پروژې پروپوزل چې د چینایي یلو ریور شرکت له لوري د اوبو او انرژي له وزارت سره د نوموړې پروژې د پلي کولو په موخه شریک شوی و، د انرژي د برنامو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې وړاندې شو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد پروپوزل تر ارزونې وروسته، اړین هدایات ورکړل او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu