په خوست ولایت کې د څلورو چکډمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۴:۴۷
1

د خوست شمل خرم سیندیزې فرعی حوزې رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د شیخ زاید ۳ نمبر چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه د نوموړې حوزې تخنیکي ټیم او د پلټنې عالي ادارې پلاوي په ځاځي میدان ولسوالي کې د الګادې چکډم، په باک ولسوالي کې د غونډ میلې چکډم او په صبریو ولسوالي کې د څپري چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د شیخ زاید ۳ نمبر چکډم چارې 80 سلنه، د الګادې چکډم چارې 70 سلنه، د څپري چکډم چارې 60 سلنه او د غونډ میلې چکډم چارې 10 سلنه بشپړې شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu